د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په بېجنګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. متقي چین د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته لوړ شي. نوموړي ټنیګار کړی، هغو ټولو ستونزو ته باید یو جامع حل پیدا شي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو توکو د صادراتو پر وخت افغان سوداګر ورسره مخ دي. دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي. وانګ يي ویلي، چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هېڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.