په خوست ولایت کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو اوبه ییزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي، د یادو پروژو پلي کېدل د هېواد د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په لور یو ارزښتناک ګام دی. نوموړي ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت په جدي ډول د هېواد د پرمختګ او ابادۍ هڅې کوي. په دې پروژو کې کوچني ذخیروي بندونه، د سیندونو د غاړو تحکیمات، د اوبه لګولو کانالونه، چک ډېمونه او کاریزونه شامل دي، چې له ګټو څخه به یې زرګونه کورنۍ برخمنې شي.