د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د متحده عربي اماراتو د شارجې نړۍوال هوایي ډګر څخه په دوو ځانګړو الوتکو کې ۱۵۴ میټریک ټنه طبي تجهیزات افغانستان ته را رسېدلي دي. د دې سازمان په وینا، په دې تجهیزاتو کې د حاد اوبلن اسهالاتو، شري، سینه بغل او نورو ناروغیو د درملنې کیټونه او درمل شامل دي.