د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له پاکستانه ۵۱۷ تنه افغان بنديان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د راونې مياشتې په لومړۍ او دويمه ۲۸۷ تنه بنديان د تورخم او سپینبولدک له لارو راستانه شول، او د غبرګولي په ۳مه بيا ۲۳۰ نور بنديان له پاکستانه راخوشې شوي دي. سرچينه زياتوي، دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ناقانونه اقامت له امله تر يوې يا دوو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو، د سرحدي امريتونو له لوري د ثبت، نومليکنې، لومړنيو مرستو او له هرکلي بهير وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږل شوي دي.