د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴۲کورنۍ راستنې شوې. دغه وزارت ویلي، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات اسلام کلا له لارې له ایرانه ټول ټال ۵۹۴ کورنۍ راستنې شوې دي. له تورخم او سپین بولدک له لارو څخه بیا ۱۴۸کورنۍ بېرته راستنې شوي او په بېلابېلو سیمو کې مېشتې شوې دي. بل خوا د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت هم ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د تورخم له لارې ټول ټال ۸۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. همدا راز کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان له لوري ۱۴ افغانان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په زوره افغانستان ته ور ستانه کړای شوي دي.