د پنجشېر ولایتي مسوولین وایي، روان کال به د یاد ولایت ۱۰۰ ټنه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او روسیې ته صادر شي. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، د یاد ولایت باغ لرونکو تېر کال د ګیلاس پلور له درکه ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عواید کړي و، چې بهر ته په صادرېدو سره به نور هم زیات شي. د پنجشېر باغ لرونکي بهرنیو بازارونو کې د خپلو محصولاتو پلور زمینې برابرېدو ته خوښ دي او وایي، بهر ته به یې صادرات په عوایدو کې د پام وړ بدلون راولي.