د چين د لوجيسټيک او توکو اخيستلو ګډې ټولنې د جون په پنځمه خبر ورکړ، چې په دغه هېواد کې د روان کال په لومړيو پنځو میاشتو کې ۱۰۱ نوي نړیوال باروړونکي هوايي مسيرونه پرانیستي دي او په هره اوونۍ کې تر ۱۹۵ ډېر دوه طرفه پروازونه زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې ياد هوايي مسيرونه په عمده توګه اسيا او اروپا ته غځيږي او له لارې يې د پولې هاخوا برېښنايي سوداګرۍ مالونه، برقي توليدات، د موټرو پرزې، مکينيکي تجهيزات او تازه خواړه ليږدول کيږي.