د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن او مل پلاوي د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان پلاوی به په یاد فورم کې د ګډون تر څنګ، د بېلا بېلو هېوادونو د لوړو زده کړو له استازو سره وګوري او په ساینسي او نورو برخه کې به د ګډو علمي برنامو رامنځ ته کولو، استادانو راجلبولو او نورو علمي موضوعاتو په اړه خبرې ورسره وکړي.