چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سولې په خبرو کې ځنډ او د امریکا مداخله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2020
in تبصرې
0
په دوحه کې د خبرو پڅ بهیر او د فشار اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

شل ورځې پوره کېږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوی د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره هلې ځلې کوي، خو لا هم دوی د دغو خبرو لپاره پر کاري اصولو او کړنلاره توافق نه دی کړی. د دواړو اړخونو د تماس ډلې ترمنځ اته غونډې شوې دي، خو په دوو اساسي مسایلو کې اختلاف هر څه په ټپه درولي دي. که څه هم دواړه اړخونه وايي چې څو ځله یې بدیل طرحې هم وړاندې کړې، خو د پرمختګ هېڅ خبر نشته.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې دا خنډ او ځنډ به تر کله وي او څنګه به حل کېږي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا ښکاره ده چې که دواړه اړخونه له بهرني فشار او درېیمګړي پرته همداسې پرېښودل شي، نو په میاشتو میاشتو به هم پر اصولو، کړنلاره او اجنډا توافق ونه کړي. له دواړو اړخونو لا هم د سولې لپاره داسې اراده نشته چې پکې له خپلو ځینو اساسي دریځونو تېر شي، نو ځکه د طبیعي توافق چانس کم دی. له دې امله چې په تېرو نږدې شلو ورځو کې دواړه اړخونه یوازې یو له بل سره مخ دي او کوم بهرنی فشار نشته، نو ځکه معقول انعطاف هم نشته چې ستونزه حل شي. څومره چې د دغو خبرو ځنډ زیاتیږي، همدومره د یو درېیمګړي یا تر دې په په واضحو ټکو د بهرني فشار اړتیا زیاتیږي چې هغه تر امریکا کارنده او اساسي فشار بل نشته چې دوی اړ کړي.

نو امریکا به کله مداخله کوي؟

د افغانستان د سولې پروسه د امریکا له خوا روانه شوې او دوی به یې پر مخ بیايي. دا سمه ده چې امریکا اوس هم ګټه کړې، خو که په راتلونکي کې دا پروسه تعقیب نه کړي، نو ګټې به یې له ګواښ سره مخ شي. له طالبانو سره د توافق له لارې امریکا ډېر څه تر لاسه کړل. امریکايي ځواکونه، مرکزونه او بنسټونه خوندي شول، د زرګونو ځواکونو د وتلو لپاره خوندي لاره برابره شوه، د امریکا په لګښتونو کې لسګونه میلیارده ډالره کمښت راغی او د دې تر څنګ طالبانو د امریکا له دښمنۍ لاس واخیست. دا هغه څه دي چې امریکایانو تر لاسه کړي او ټرمپ ترې په راتلونکو ټاکنو کې ګټه اخیستلی شي، خو د دې لپاره چې د امریکا اوږدمهاله پلانونه عملي شي او ګټې یې له ګواښ سره مخ نه شي، دوی اړ دي چې د سولې روانه پروسه بیا هم تعقیب کړي، مداخله وکړي، فشار راوړي او شته خنډونه له منځه یوسي. که د سولې دا خبرې بریالۍ نه شي، نو امریکا اړ ده چې د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي چې له یوه اړخه به دا ملاتړ امریکا ته ګران پرېوځي او له بله اړخه به د دغه حکومت پاېښت هم سخت وي. له بله اړخه که دا خبرې نتیجه ور نه کړي، نو طالبان به زور کاروي او د زور له لارې د طالبانو بریا به د امریکا د ماتې او د طالبانو د بریا تصویر ورکړي. له همدې امله امریکا به د سولې دا خبرې بریالۍ کوي. د دې پروسې د بریا لپاره له یوه اړخه امریکا ډېره بېړه نه لري او له بله اړخه غواړي هغه وخت مداخله وکړي چې ټول اړخونه او آن عام خلک د امریکا د مداخلې غوښتنه وکړي. په خبرو کې ستونزې او ځنډ به همدا حالت برابر کړي، ژر به د امریکا مداخلې ته لاره هواره شي او هغوی به مداخله وکړي، څو اوسنی خنډ له منځه ولاړ شي. اوس به پرمختګ وشي، خو بیا بیا به خنډ او ځنډ رامنځ ته شي او امریکا به یې د له منځه وړلو لپاره بیا بیا مداخله وکړي.

له بده مرغه د ښکېلو اړخونو دریځونو او چلند دا پروسه پردۍ کړې او اوس یې برخلیک تر ډېره د امریکا په لاس کې دی.

Previous Post

ډاکټر عبدالله عبدالله: ملا برادر ته مې ویلي، که افغانستان ته سوله راولو، نو رښتیني اتلان به موږ وو

Next Post

سپما؛ تخفیفونو ته په تمه شئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سپما؛ تخفیفونو ته په تمه شئ

سپما؛ تخفیفونو ته په تمه شئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بلخ ګمرک کې د موټرو یو ستر تمځای جوړېږي

د بلخ ګمرک کې د موټرو یو ستر تمځای جوړېږي

فبروري 1, 2024
له افغانستانه منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري په ټپه درېدلې

له افغانستانه منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري په ټپه درېدلې

جنوري 21, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved