د عامې روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالی تهران کې د فوق تخصص ښوونیز پروګرام افغان متخصصینو سره کتنه کې ویلي، افغانان تاسو ته اړتیا لري. جلالي افغان متخصصینو ته ډاډ ورکړی، چې د زدهکړو تر پای ته رسېدو وروسته به سرپرست حکومت دولتي برخو کې د خدمت په موخه کاري فرصتونه ورته برابر کړي. نوموړي همداراز ژمنه ورکړې، چې هغوی ته به د زدهکړو برخه کې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته به یې رسېدنه وکړي.