چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

افغانستان کې د سیاحت نوې هیله؛ له امن وروسته د سیل یوه بې سارې فضا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2025
in تبصرې
0
افغانستان کې د سیاحت نوې هیله؛ له امن وروسته د سیل یوه بې سارې فضا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د اوږدو ناخوالو، جګړو او ناامنۍ له کلونو وروسته، د نسبتا عمومي امنیت په راتګ سره داسې یوه فضا رامنځته شوې چې د سیل او تفریح لپاره بیسارې بلل کېږي. دا چې افغانان یو طبیعي ښکلی هېواد لري، تل‌یې هیله درلوده چې یو ځل د امن ساه واخلي او د خپل وطن له غرونو، سیندونو، جهیلونو، تاریخي ځایونو او د طبیعت له ښکلاوو خوند واخلي. سږنی لوی اختر هم‌مهاله د امن له نسبي دوام سره، د دې ملي هیلې د راژوندي کېدو مهم فرصت شو.
د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان په تاریخ کې یو بې‌ساری وضعیت تجربه شو. په سلګونو زره هېوادوالو په خپلو شخصي وسایطو، کرایه شویو موټرو او حتا په پښو له کورونو د هېواد د بیلابیلو ولایتونو او سیلانی سیمو لور ته سفرونه وکړل. له شمال تر جنوب او له ختیځ تر لوېدیځه، د بند امیر له نیولې، تر پنجشېر درې،د کابل تاریخي او ښکلی ښار، د نورستان له غرونو تر سالنګ، د وردګو سنګلاخ او چک، د درونټې سیند، د شاه‌فولادي غونډۍ، د بامیان ښکلاوو او تر هلمند او بدخشان طبیعي منظرو پورې، دا ټول ځایونه د سیلانیانو له ګڼه‌ګوڼې ډک ول.
د ښارونو هوټلونه، استوګنځایونه، سړکونه، پارکونه، تاریخی کلاوې، جهیلونه او طبیعي منظرې د کورنیو سیلانیانو له شور او خندا ډکې وې. د دا ډول فضا رامنځته کېدل نه یوازې د داخلي سیاحت لپاره یو مثبت تحول ګڼل کېږي، بلکې دا یو څرګند پیغام هم لري چې افغانستان له ډېرې مودې وروسته د امن له برکته له یوې نوې اقتصادي دروازې سره مخ شوی دی. که دا لړۍ دوام ومومي، نو به افغانستان د سیمې او نړۍ د سیلانیانو لپاره هم یو مهم او جذاب هدف وګرځي.
اوس افغان سرپرست حکومت او خصوصي سکتور ته مهمه اړتیا دا ده چې دا فرصت ضایع نه کړي. د سیلانیانو زیاتېدونکی جریان، نه یوازې کورني عواید زیاتولی شي، بلکې کار، کاروبار، د لاسي صنایعو بازار، د کرنې محصولات، خدماتي سکتور او حتا د ملي هویت ښودنه هم پیاوړې کوي. خو دا ټول هغه مهال اغېزمن تمامېدلای شي چې شته نیمګړتیاوې ژر تر ژره اصلاح شي.
د سړکونو خراب وضعیت، د عامه تشنابونو نشتوالی، د هوټلونو خدماتي کمزورتیا، د زېرمو محدودیت، د سیلانیانو لپاره د معلوماتي نښو او لارښودونو نشتوالی، د امنیتي پوسته‌جاتو ځیني غیر ضروري تعاملات او د فیسونو ناهمغږي – دا ټول هغه ستونزې دي چې باید د حکومت، ولایتي ادارو او خصوصي سکتور لخوا وپیژندل شي، حل شي او د خلکو نظریات واورېدل شي.
همداراز، باید په ټولو ولایتونو کې داسې سیمه‌ییزې سیلانی شبکې رامنځته شي چې د ځایي خلکو او ادارو په همکارۍ، سیلانیانو ته منظم معلومات، خدمات او لارښوونې برابر کړي. د ځوانانو لپاره د ځایي کلتور او تاریخ په اړه روزنیز پروګرامونه، د محلي صنایعو د معرفي لپاره نندارتونونه، او د طبیعت د ساتنې د فرهنګ د پراخېدو لپاره عامه پوهاوی اړین دي.
افغانستان نه یوازې د طبیعي ښکلا له پلوه ځانګړی هېواد دی، بلکې د تاریخي ځایونو، مذهبي آثارو، عنعنوي کلتور، میلمه‌پالنې، لاسي صنایعو او له مینې ډک ولس له پلوه هم سیلانیانو ته جذاب دی. دا چې د اختر په څو ورځو کې دومره ستر داخلي سیاحت رامنځته شو، دا باید د حکومت او خصوصي سکتور لپاره د هڅونې او بیدارۍ زنګ وي.
اوس وخت دی چې افغانستان سیاحت ته یو ملي او ستراتیژیک صنعت په سترګه وګوري، د عاید یوه نوې سرچینه‌یې وګرځوي او د نړیوال سیاحت له تجربو څخه ګټه پورته کړي. که چیرې روان پرمختګونه په سمه توګه تعقیب شي، نو ډېر ژر به نړۍ افغانستان د یوه سیلانی او امن هېواد په توګه وبولي، او دا به نه یوازې د اقتصادي ودې سبب شي، بلکې د هېواد د مثبت تصویر له پلوه به هم یو مهم انقلاب وي.

Previous Post

د لاس انجلس لاریونونو د امریکا اجتماعي جوړښت ننګولی

Next Post

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتو وړاندوینه شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ګروسي؛ د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې

ګروسي؛ د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې

اپریل 7, 2026
د امریکا په ۲۵ ښارونو کې یو ځل بیا اعتراضونه پيل شوي

د امریکا په ۲۵ ښارونو کې یو ځل بیا اعتراضونه پيل شوي

جولای 21, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved