په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د جون په ۱۳مه نېټه د منځني ختيځ د ترینګلي وضعیت په اړه د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وویل، چین د اسرائیل د هغو عملونو غندنه کوي چې د ایران پر حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې تېری کړی دی. چین له اسرائیل غوښتنه کوي چې سمدلاسه دغه چارې پای ته ورسوي.
نوموړي وویل، اسرائیل د روانې میاشتې د ۱۳مې نېټې په سهار وختي د ایران پر څو موخو د لويې پيمانې بمبارۍ وکړې او په نتیجه کې يې د ایران ذروي تجهیزات ویجاړ شوي او مرګژوبله یې هم اړولې ده.
چین د اسرائیل د دغو اقداماتو غندنه کوي او د احتمالي پایلو په اړه یې اندېښنه لري.