د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولینو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، د سرپرست حکومت مشرتابه لارښوونې په اساس یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو لپاره بودجه څانګړې کړې. د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین محمداسماعیل غزنوي ویلي، دغه بودجه د زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړک جوړولو او نورو بنسټیزو پروژو لپاره په پام کې نیول شوې. نوموړي زیاته کړې اوو ولایتونو کې یې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۴۳ پروژې منظورې کړې، چې له دې ډلې یې د ۷۶ هغو عملي کارونه پیل شوي.