چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين اقتصاد څنګه انعطاف پذيره ښکاري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين اقتصاد څنګه انعطاف پذيره ښکاري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د جون په ۱۶مه نېټه د تېرې مې میاشتې د اقتصادي حالاتو په اړه مالومات خپاره کړي، چې د نړۍ د رسنيو پاملرنه یې راجلب کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جاپان د پناسونيک (Panasonic) شرکت مرستيال لوی مدير او په چين کې د دغه شرکت د ختيځې او شمالي اسيا د چارو عمومي استازي تيتسورو هوما له سي اېم جي سره په خبرو کې ويلي، چې چين په لویې پيمانې مصرفي بازار کې ښه فعالیت لري او د مصرف کوونکو د توکو د اخيستلو وړتيا او لېوالتيا يې مخ په زياتېدو ده.

نوموړي ويلي، د چين لوی بازار او لګښت د پناسونيک د توليداتو د پلور لپاره هم ښه زمينه برابره کړې ده.

شمېرې ښيي، په تېرې مې مياشت کې د چين د مصرفي توکو د پلور عمومي ارزښت ۴۱۳۲ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه څلور زياتوالی ښيي او د دې ترڅنګ په همدې مياشتې کې د چين د لويو صنايعو د زياتوالي ارزښت د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه اته زيات شوی دی. سربېره پردې په همدې مياشت کې د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۳۸۰۹ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه اووه زياتوالی ښيي. په دې جملې کې يې صادراتي ارزښت ۲۲۷۶ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دغه رقم بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاریه درې زياتوالی ښيي.

د نړۍ عامه افکارو د چين د اقتصاد مثبته ارزونه کړې ده.

د چين د مصرفي توکو د پلور د عمومي ارزښت پرمختیایي انډول په تېرو ۱۷ مياشتو کې ډېره چټکتيا موندلې، بهرنۍ سوداګري یې انعطاف پذيره ښکاري او کليدي شاخص يې له اټکل څخه پورته ښودل شوی دی.

والسټريټ او ځينو نورو نړيوالو خبري رسنيو د امريکا د تعرفو د خنډونو پر وړاندې د چين اقتصادي پرمختيا له اټکل څخه پورته بللې ده.

د چين د اقتصاد پرمختیایي وضعیت ته په کتو د پاملرنې ټکي

د چين اقتصادي وضعيت ثابت روان دی. د يوه هېواد د اقتصاد ثابت حالت د توليدي اړتياوو د ګراف په بدلون او د استخدام او د توليداتو په بيو پسې تړاو لري.

لویو ګرافونو ته په کتو، د روان کال په لومړیو ۵ مياشتو کې د چین د خدماتي چارو توليدي ګراف او د مصرفي توکو د پلور عمومي ارزښت په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه نهه او په سلو کې پنځه زياتوالی موندلی دی.

په تېرې مې مياشت کې د چين په ښارګوټو او علاقه داريو کې د وزګارتيا کچه په سلو کې پنځه ښودل شوې، چې دغه رقم د اپرېل په پرتله ټيټ شوی او د سي پي ايي(CPI) د زياتوالي انډول يې د تېر اپرېل په پرتله لږ څه لوړوالی شوی دی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې په چين کې بازاري عرضه او تقاضا ثابته ده. دغه ګرافونه د چین د اقتصاد د ثابت حالت ښکارندويي کوي.

د چین اقتصاد باکيفيته پرمختګ موندلی او يادې ځانګړتیاوې يې ښکاره کړې دي.

په تېرې مې میاشت کې د چین د لويو تجهيزاتو د توليدي چارو د زیاتوالي ارزښت په سلو کې نهه زیات شوی او د صنعتي توليد خدمتي انډول يې په سلو کې ۵۴ اعشاريه ۳ ته رسېدلی دی او په همدې مياشتې کې د نوې انرژۍ د موټرونو او د سولري بېټريو توليدي اندازه يې په جلا جلا توګه په سلو کې ۳۱ اعشاريه ۷ او په سلو کې ۲۷ اعشاريه ۸ زياتوالی موندلی دی.

د چين د عصري تجهيزاتو توليدي چارو، ډيجيټلي اقتصاد او د نوې انرژۍ پرمختګ د دغه هېواد د صنعتي جوړښت بدلېدو ته حياتي ځواک ورکړی دی.

دلته د پاملرنې وړ ټکی دا دی، چې د چین بهرنۍ سوداګرۍ په تېرې مې میاشت کې له بهرنيو فشارونو سره سره پرمختګ موندلی، چې دا د چين د اقتصاد انعطاف پذيري ښيي.

سوداګريزو همکاريو ته په کتو، د چین او امريکا ترمنځ سوداګريز ارزښت لږ څه ټيټ شوی، خو د چين او اسيان، د چین او د کمربند او لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ صادراتي او وارداتي ارزښت پر له پسې زياتوالی موندلی دی.

د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د ماشينونو او الکترونيکي توليداتو د صادراتو پرمختیایي انډول په سلو کې نهه اعشاريه درې ډېروالی راغلی، چې د نړيوالو رسنيو پاملرنه یې راجلب کړې ده. په همدې مودې کې، د چين د ماشينونو او الکترونيکو توکو وارداتي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ زياتوالی موندلی دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چین د اقتصادي جوړښت د بدلېدو په جريان کې خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کولی شي او لوی بازار يې د نړۍ لپاره يو ستر فرصت دی.

که څه هم د چين اقتصادي پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو دولت يې ورته ډېره پاملرنه کوي او پرمختګ به یې نه يوازې د دغه هېواد، بلکې د نړۍ لپاره هم ډېر فرصتونه برابر کړي.

Previous Post

شي جین پينګ د قزاقستان له ولسمشر سره وکتل

Next Post

اروپايي ټولنې؛ افغانستان ته ۱۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته را لېږلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اروپايي ټولنې؛ افغانستان ته ۱۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته را لېږلې

اروپايي ټولنې؛ افغانستان ته ۱۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته را لېږلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ: په چین کې له بې وزلۍ سره مبارزه بریالۍ وه

د کليوالو سيمو سمسورتيا به د چين بله معجزه وي

فبروري 25, 2021
چارواکي: نه غواړو چې د اوږدمهال لپاره د نورو په مرسته متکي و اوسو

چارواکي: نه غواړو چې د اوږدمهال لپاره د نورو په مرسته متکي و اوسو

مې 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ