د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې غړو چې، له بېلابېلو هېوادونو ۲۱ غړي لري او د یوناما استازو په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان پر استازیتوب، د بشري مرستو پر اغېزمنتیا او په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو پر ملاتړ خبرې شوې دي. خبرپاڼې لیکلي چې په دې کتنه کې متقي پر نشې د روږدو کسانو د درملنې، د یتیمانو مالي ملاتړ او د خصوصي سکټور په برخه کې د افغان ښځو پر ډاګیزې ونډې خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، سرپرست حکومت نه غواړي چې د اوږد مهال لپاره د نورو پر بشري مرستو متکي وي. باید داسې پروژې پلې شي چې د افغانستان ملي اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي. خبرپاڼې د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې د رییس بچار بونګ عبدالله پر حواله لیکلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي چې د افغان لوري لومړیتوبونه په ګوته او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته یې وړاندې کړي.












