په تهران کې د چين سفارت خبر ورکړی، د اسرائيل او ايران ترمنځ د جګړې له پېښېدو راهيسې يې د ترکيې، ارمنستان، اذربايجان، ترکمنستان او عراق په شمول شاوخوا هېوادونو کې له چيني سفارتونو سره په نږدې همکارۍ د چيني اتباعو په وتلو کې مرستې کړې دي. د جون تر ۲۱مې نېټې پورې له ايران څخه ډېری چيني اتباع په خوندي توګه وتلي او لږ شمېر پاتې يې له خطرناکو سيمو څخه لرې کړای شوي دي.
په تهران کې د چيني سفارت وزير مختارې فو لي هوا رسنيو ته ويلي، سفارت يې تل په ايران کې د چينايانو امنيت ته پام کوي، د امنيت او د ځان ساتلو په اړه معلومات ورته وړاندې کوي، د چيني اتباعو او ارګانونو لارښوونه کوي چې څنګه له خطرونو څخه ځان بچ کړي او د ايران له اړوندو څانګو سره هم نږدې تماسونه ساتي څو چيني اتباعو ته امنيتي خونديتوب او د تګ راتګ اسانتياوې برابرې کړي.
































