د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۴ مه له خپل ايراني سيال سید عباس عراقچي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.
عراقچي وانګ يي ته د سيمې د وروستي وضعيت په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې اسرائیل او امريکا له نړيوالو قوانینو څخه په سرغړونې د ايران پر اټومي تاسيساتو بريدونه کړي او هېواد يې ځوابي اقداماتو ته مجبور شوی.
نوموړي د ایران او اسراییلو ترمنځ پر تازه اوربند ډاډ نشي کېدای او په وينا يې که يوازې اسرائيل تېری بند کړي، هغه وخت واقعي مذاکرات ممکن دي. د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د امریکا او اسرائیل کړنې غندلې او د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه يې غوښتي، چې پدې برخه کې رول ولوبوي.
عراقچي له چين څخه مننه کړې، چې د ايران پر عادلانه دريځ پوه شوی او ملاتړ يې کوي .
نوموړي هيله ښودلې چې هېواد يې له چين سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه هېواد د وضعيت د ارامولو لپاره زيات رول ولوبوي.
وانګ يي هم په خبرو کې چين د منځني ختيځ د سولې جوړونکی او د ثبات ساتونکی بللی او په وينا يې، د دغه هېواد دولت رئیس شي جين پينګ د وضعيت آرامولو په اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی، چې سملاسي اوربند، د ملکيانو د خونديتوب تامین، د خبرو او مذاکراتو پيلېدل او د سولې د راوستلو لپاره د هڅو دوام دی.
وانګ يي وويل، د شي جين پينګ ياد وړانديز د دې ښکارندويي کوي، چې چين د عدالت تامین غواړي. نوموړي زياته کړه، چې چين په لومړي وخت پر ايران د امريکا بريدونه غندلي او په وينا يې، امريکا د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې او دا اقدام يې ښايي له اټومي تاسيساتو څخه د راډيو اکتيو موادو د ليک کېدو او يا آن اټومي ناورين سبب وګرځي.































