افغان حکومت ځان بې باوره کړ ځکه طالبان اوربند ته نه تیارېږي. پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي په مخکینیو مسئلو کې افغان حکومت ځان بې باوره کړ، په اسانه یې د امریکا او طالبانو د هوکړې خبرې و نه منلې، نو اوس طالبان په دې باور دي چې که اوربند وکړي نو افغان حکومت به یې د خبرو له منلو ډډه وکړي. د ضعیف په خبره د زندانیانو په مسئله کې افغان حکومت ډېر خنډونه جوړ کړل چې همدې مسئلې طالبان د جګړو شدت ته اړ کړي او په دې باور دي چې هوکړې ته تر رسېدو وروسته به اوربند کوي. نوموړي دا هم ویلي چې طالبان اوس د پاکستان ملاتړ ته اړتیا نه لري، ځکه دغه ډلې په نړیواله کچه ځان مطرح کړی دی او له ګڼو هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د لرلو په لټه کې دي.
































