ایرنا خبري اژانس د تهران والي محمدصادق معتمدیان په حواله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نه یوازې دا چې درېدلې نه ده؛ بلکې چټکه شوې هم ده او دغه لړۍ دوام لري. له دې سره هممهاله د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایرانه تر ۳۰زرو ډېر کډوال په جبري توګه اېستل شوي دي. د کډوالو وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ناوخته هم له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ روانه وه او دغه کډوال تر ۶۰۰ ډېرو بس موټرونو کې انتقال شوي دي. اېرنا خبري آژانس د تهران والي په حواله راپور ورکړی، چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنې کې د بېاسناده کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
































