په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن وايي چې متحده ایالات او نور هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره هرې هغې مرستې ته چمتو دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې په اړه د بحث پر مهال د هغو اړتیا ویني. نوموړی وايي، په دوحه کې د سولې خبرې ښايي یو څه زیات وخت واخلي ځکه دواړه لوري له صفر څخه پیل کوي. وېلسن زیاته کړه د امریکا او د نورو هغو هېوادونو د نظریو منل چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کوي په خبرو کې په ښکېلو خواوو پورې اړه لري. د امریکا سرپرست سفیر وویل، امریکا دا لېوالتیا نه لري چې پر مرکچي پلاویو خپل نظر تحمیل کړي، بلکې د اړتیا په صورت کې مرستې ته چمتو ده.
































