د چين د فلمونو ملي ادارې او د چونګ چينګ ښار د حکومت په کوربه توب د ۲۰۲۵م کال لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د فلمونو فېسټوال د جولای په ۳مه نېټه په چونګ چينګ ښار کې پرانيستول شو.
دغه فيسټيوال د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې په څنډه کې مهم کلتوري فعاليت دی.
دغه فېسټيوال ۵ ورځو ته دوام لري او د پرانيستونکو مراسمو، غوره فلمونو ته د جايزو ورکولو او د فلمي همکارۍ فورم په شمول فعاليتونه به تر سره کړي.
د دغه فېسټيوال پر مهال به د شانګهای همکارۍ سازمان د اړوندو هېوادونو ۴۸ غوره فلمونه نندارې ته وړاندې شي. د پای مراسم به د جولای په ۶مه نېټه تر سره شي او پکې به ۱۰ ډوله جايزې ورکول شي.
































