د افغان ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی چې له همدې د ماشومانو ترمنځ هم لوږه او خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده. یونسیف خبرداری ورکوي چې که نړیوالې مرستې ډېرې نه شي ښایي د ماشومانو د مړینې شمېره تر دې هم لوړه شي.
یونسیف په وروستیو کې د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندوي او پر نړیوالو غږ کوي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو برخو هم په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او خدماتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه هم ددې ملاتړي دي چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او په دې توګه دې دلته د اقتصادي ځوړتیا مخینیوی وکړي.












