د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۷مه نېټه يوې مطبوعاتي ناستې ته ويلي، چې هېواد يې غواړي له اروپا سره د نړۍ د اقليمي چارو د ادارې لپاره فعال خدمتونه وکړي.
د خبر له مخې، اروپا ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ يي د لیدنې پرمهال، اروپايي لوري له چین سره د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې همکارۍ ډېرې مهمې بللې دي.
ماو نينګ په دې اړه ویلي، چې چين او اروپا د کم کاربن ټرانسفورمېشن او زرغون پرمختګ څخه ملاتړ کوي، او د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون پر بنسټ د نړۍ د اقليمي چارو د ادارې سيسټم خوندي ساتي. د هغې په وينا، دواړه خواوې د اقليمي بدلون د مخنیوي په برخه کې پراخې ګډې ګټې او زيات همکاريز فرصتونه لري. د چين په ګوانګ دونګ ولایت کې د دايا خليج اټومي برېښناکوټ، د يونان ترېس بادي برېښناکوټ او د جرمني د دولېن لمريز انرژۍ زون او داسې نورې پروژې د چين او اروپا د زرغونې همکارۍ بريالۍ نمونې دي.
































