د واګې بندر له لارې هند ته د افغانستان صادرات دريدلي دي. هندي رسنيو ويلي چې افغان لارۍ چلوونکو نن کاربنديز کړی او په دې توګه له افغانستانه هند ته د وچې مېوې او دارويي بوټو صادرات په ټپه دريدلي دي. افغان لارۍ چلوونکو ويلي، تر هغې به خپل کاربنديز پای ته ونه رسوي چې د هندي پوليسو له لوري نيول شوی افغان لارۍ چلوونکی خوشي شوی نه وي. دغه افغان لارۍ چلوونکی تر هغې وروسته نيول شوی چې په لارۍ کې يوه اندازه هيرويين وموندل شول. لارۍ چلوونکي ويلي چې دی په لارۍ کې د هيرويينو له شتونه خبر نه و او ښايي پاکستاني قاچاقچيانو په لومه کې نيولی وي. د هند د وچې مېوې سوداګر انيل مهرا ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي چې د افغان لارۍ چلوونکو د کاربنديز په دوام سره ښايي د هند په بازارونو کې د وچې مېوې بيې لوړې شي. د مهرا په خبره، هند کې د جشنونو موسم را روان دی او د وچې مېوې غوښتنې په ډيريدو دی.












