د چين د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۹مه نېټه اعلان کړی، چې بېجینګ به د چين د صادراتو د کنټرول قانون او د چين د ملکي او پوځي توکو د صادراتو کنټرول د مقرراتو له مخې او د ملي امنيت او ګټو د ساتنې او د ګڼ وژونکو وسلو د نه خپرېدو نړيوال مسئوليت د تطبيق په پار، د ايروسپېس صنعتي پرمختګ شرکت په شمول د تايوان ۸ شرکتونه د صادراتو په تور لېست کې شامل کړي. په دې سره به د چين ستره برخه يادو ۸ شرکتونو ته د ملکي او پوځي توکو صادرات سمدلاسه بند کړي، خو د ځانګړو حالاتو په صورت کې باید اړوند سوداګر د چین سوداګرۍ وزارت ته غوښتنليک وړاندې کړي.
دغه پرېکړه سر له همدې ورځې نافذ شوې ده.
































