چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د برېکس پراخې همکارۍ د سراسري جنوب لپاره په څه مانا دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 9, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د برېکس پراخې همکارۍ د سراسري جنوب لپاره په څه مانا دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېکس هېوادونو ۱۷مه سرمشريزه د جولای په اوومې نېټې د برازيل په ريو دي جنيرو ښار کې پای ته ورسېده.

د دغې سرمشریزې ګډونوالو پر دواملرونکي پرمختګ تمرکز کړی، له يو اړخيز سوداګريزو تدبيرونو سره يې مخالفت ښودلی او په ګډه يې د څو اړخیزم د ساتنې غږ پورته کړی دی. دغه راز دوی د دې سرمشريزې (( د ريو دي جنيرو اعلاميه)) هم خپره کړې او د مصنوعي ځيرکتيا او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول څو برخو کې يې سندونه لاسليک کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين په دغې سرمشريزې کې د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو په هکله د نړيوالې سولې او ارامۍ د ساتلو، د اقتصادي خوځنده ځواک د راپارولو او د تمدني تبادلې او تجربو د زده کولو وړانديزونه کړي او د برېکس هېوادونو له همکاريو او د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ لپاره يې څو اقدامات اعلان کړي دي.

نړيوالې ټولنې د چين د یادو وړانديزونو او اقداماتو تود هرکلی کړی دی.

دغه سرمشريزه په برېکس کې د اندونيزيا او لسو همکاريزو هېوادونو تر شاملېدو وروسته ترسره شوه.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په ۲۰۲۴م کال کې د برېکس په کازان سرمشريزې کې د پراخو همکاريو د باکيفيته پرمختګ د پرمخبېولو دريځ څرګند کړ او هم يې د دغو همکاريو د باکيفيته پرمختګ د ملاتړ لپاره اته ماده ييز تدبیرونه او اقدامات اعلان کړل.

شنونکي وايي، د شي جين پينګ ياد دريځ او اقداماتو د برېکس د همکاريز ميکانيزم بنسټ نور هم ټينګ کړی دی.

اوسمهال دغه همکاريز ميکانيزم د لوی برېکس پر داسې چوکاټ بدل شوی، چې پکې د اسيا، افريقا، لاتينې امريکا او اروپا لس غړي هېوادونه شامل دي، عمومي نفوس يې د نړۍ نيمه برخه او عمومي اقتصادي اندازه يې د نړۍ دېرش سلنه نيسي او د توليداتو د اخيستلو وړتيا يې د اوو صنعتي هېوادونو د ورته وړتيا په پرتله ډېره پياوړې ده.

روېټرز خبر ورکړی، چې د برېکس د غړو هېوادونو په زياتېدو سره د يادې سرمشريزې ډيپلوماتيکه اغېزه هم مخ په زياتېدو ده.

د برېکس ۱۷مه سرمشريزه په داسې حال کې ترسره شوه، چې نړۍ کې ډېر بدلونونه راغلي دي.امريکا د روان کال له پيل راهيسې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر وړاندې سوداګريزې جګړې پيل کړي او دغې کړنې يې نړيوال سوداګریز نظام او ميکانيزم او برېکس هېوادونو ته زيانونه رسولي دي. په ورته وخت کې د نړۍ په ځينو نورو سیمو کې جګړې روانې دي او د څو اړخيز ميکانيزم اغېز کمزوری شوی دی.

د برېکس غړي په دې اند دي او لازمه يې بولي، چې په نړيوال اداري سيسټم کې بايد اصلاحات راشي.

برېکس د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د لومړۍ جبهې مسؤليت لري او همدغه چاره پرمخ وړي.

چين به د برېکس هېوادونو د همکاريو د مهم ځواک په توګه څنګه خپل رول ولوبوي؟

سوله د نړۍ لپاره د لمر او هوا په څېر ارزښت لري. چين د برېکس له نورو هېوادونو سره يو ځای د سولې د لټون لپاره ډېرې هڅې کوي.

چين په وروستيو کې د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په هکله ځانګړې انلاين سرمشريزه ترسره کړه او د اوکراين د بحران د حل وفصل لپاره يې د سوله ييز ملګري په نوم ډله جوړه او د اسرائيل او ايران ترمنځ د شخړې د درېدو په اړه یې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.

چين تېر کال د سوله ييز برېکس وړاندیز وکړ او موخه یې ترې دا وه، چې د خونديتوب د ساتلو لپاره ټول غړي هېوادونه ګډ ساتونګي وګرځي.

چين د برېکس په سږنۍ سرمشريزې کې يو ځل بيا پر دې ټينګار کړی، چې د دغه ميکانيزم غړي هېوادونه دې پر عدالت ټينګار ولري او په سوله ييزو لارو چارو دې شخړې او کشالې له منځه یوسي او د حقيقتونو له مخې دې د ستونزو د لرې کولو لارې چارې ولټوي.

که برېکس هېوادونه د چین ياد دريځ ته په کتو چارې ترسره کړي، نو په نړيوالو تودو مسئلو کې به رغنده رول ولوبوي او نړۍ ته به مثبت، ثابت او پياوړی ځواک ورکړي.

د برېکس هېوادونو همکاريز ميکانيزم له دوو لسیزو راهيسې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو د يووالي او همکارۍ طلايي برانډ ګرځېدلی دی.

که څه هم اوس په نړۍ کې ژور بدلونونه روان دي، خو بیا هم د دغه ميکانيزم په چوکاټ کې د برېکس هېوادونو ملګري په زیاتېدو دي او د ځينو شنونکو په اند، چين په دغه جريان کې ډېر مهم رول لوبوي.

دوی باور ښيي، چې چين به په نژدې راتلونکې کې په لازياتو اقداماتو سره د برېکس د لويو همکاريو د لا پياوړتيا لپاره هڅو ته دوام ورکړي او بدلېدونکې نړۍ ته به مثبت ځواک او انرژي ورکړي.

Previous Post

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چين مسوده تصويب کړه

Next Post

بېجينګ د تايوان ۸ شرکتونه د صادراتو په تور لېست کې شامل کړل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ د تايوان ۸ شرکتونه د صادراتو په تور لېست کې شامل کړل

بېجينګ د تايوان ۸ شرکتونه د صادراتو په تور لېست کې شامل کړل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بايډن پر ایران د لا ډېرو بندیزونو په لټه کې دی

بايډن پر ایران د لا ډېرو بندیزونو په لټه کې دی

دسمبر 9, 2021
نن د افغانستان او اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبې پیلېږي

نن د افغانستان او اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبې پیلېږي

فبروري 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ