روان ۲۰۲۵م کال د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان اخري کال دی.
د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۹مې نېټې د څوارلسم پنځه کلن پلان د بشپړېدو په تړاو لومړۍ مطبوعاتي ناسته ترسره کړې او د دغه هېواد د انکشاف او اصلاحاتو کمېټې چارواکو پکې رسنيو ته د ياد پلان په اړه هراړخيز مالومات ورکړي دي.
د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان پرمهال د دغه هېواد اقتصاد او ټولنې څومره پرمختګونه کړي او د عمده هدفونو د بشپړېدو حالت یې څنګه و؟
په دغې ليکنې کې يادو پوښتنو ته د ځواب ورکولو هڅه او ځينو نورو موضوعاتو ته اشاره شوې ده.
د چين اقتصادي ځواک پياوړی شوی.
د چين د انکشاف او اصلاحاتو ملي کمېټې منشي جنګ شان جيې رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد څوارلس کلن پلان پنځه کاله مخکې طرحه شوی او د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د کار او توليد انډولونه او د ټولنې د څېړنې او اختراع د پانګونې شاخصونه يې له اټکل سره سمون لري.
د جنګ شان جيې په خبره، د چين په پنځه کلن پلان کې د خلکو د استوګنيزو سيمو د ښاري او علاقه داري کېدو انډول، د هر تن په سر د عمر اوږدوالي او د غلو دانو او انرژۍ د توليد توان په شمول اته شاخصونه له اټکل څخه پورته دي، ټاکلې ستراتيژيکي دندې يې په هراړخيزه توګه عملي شوي او ۱۰۲مهمې پروژې يې سالمې روانې دي.
نوموړي ويلي، چې په روان کال کې به د چين د اقتصاد عمومي اندازه شاوخوا ۱۴۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره به ۳۰ سلنه خدمتونه برابر کړي او همدا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ عمده لوری ګڼل کېږي.
د ښاغلي جنګ شان جيې په وينا، د چين د اقتصاد د پرمختګ سرعت په تېرو څلورو کلونو کې په منځنۍ توګه ۵ عشاريه ۵ سلنه ساتل شوی دی.
چين په نړۍ کې د صنعت، د موادو د تجارت، د بهرنيو اسعارو د ساتلو، د انرژيو د توليد او د انساني ځواک په چارو کې لومړی لوی هېواد دی او تر نورو هېوادونو ډېر د منځنۍ سويې عايد لرونکي خلک لري، د ټولنيزې بېمې سيسټم يې بشپړ کړی او د ۵جي (5G) بېس سټيشنونه يې جوړ کړي او په دې برخه کې یې لومړی نړيوال ځای خپل کړی دی.
چين د نوښت په برخه کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي.
د چين د انکشاف او ورخلاصون کمېټې سرمنشي يواندا يادې ناستې ويلي، چې د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د ساينس او ټېکنالوژۍ او د توليد په نوښتونو کې پر له پسې برياليتوبونه ترلاسه شوي او نوښت يې د باکيفيته پرمختګ عمده انجن ګرځيدلی دی.
چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې په څېړنو او نوښتونو کې پراخې پانګونې کړي، په ۲۰۲۴م کال کې يې د څېړنو او اختراعاتو په چارو کې د پانګونې پيمانه د ديارلسم پنځه کلن پلان د اخري مودې په پرتله نژدې ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي او د زياتوالي اندازه يې ۱ اعشاريه ۲ ټريليون يوانو ته رسېدلې ده.
مالومات ښيي، په چين کې په ۲۰۲۴م کال کې د لوړې ټېکنالوژۍ په وسيله د توليدي صنعت د پرمختګ اندازه د ديارلسم پنځه کلن د اخري مودې په پرتله ۴۲ سلنه او د ډيجيټلي اقتصاد د مرکزي توليدي چارو د پرمختګ ارزښت يې ۷۳ اعشاريه ۸سلنه زيات شوی دی.
په چين کې زرغون پرمختګ ښه پرمختګ موندلی.
د چين د انکشاف او اصلاحاتو ملي کمېټې مرستيال جو های بينګ رسنيو ته ويلي، چې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د دغه هېواد اقتصاد او ټولنې د زرغون پرمختګ په رڼا کې ښه وده کړې ده.
۲۰۲۴م کال کې د چين د جي ډي پي (GDP) د انرژۍ د هر واحد مصرف د ديارلسم پنځه کلن پلان د اخري مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۶ سلنه ټيټ شوی او په ورته وخت کې په نړۍ کې هم د انرژيو د مصرف اندازه په چټک سرعت ټيټه شوې ده.
په همدې کال کې د چين د نوې انرژۍ د موټرو شمېر ۳۱ ميليونه او ۴۰۰ زره ښودل شوی، چې دا د ديارلسم پنځه کلن پلان د اخري مودې په پرتله څه باندې ۵ چنده زياتوالی ښيي.
د خلکو په ژوند کې پر له پسې ښه والی راغلی.
د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ او د ساينس او ټېکنالوژۍ پرمختګ ښې لاسته راوړنې درلودې او خلکو ته يې رښتينې ښې ګټې رسولې دي.
چين د نړۍ تر ټولو لوی ښوونيز سيسټم، بېمه او طبي سيسټم لري او په اجباري زده کړو، د تقاعد بنسټيزې بېمې، بنسټيزې طبي بېمې کې يې د برخوالو انډول له ۹۵ سلنې پورته و.
د چين د اصلاحاتو هدفونه د پلان له مخې پوره شوي.
د چين څوارلسم پنځه کلن پلان د اصلاحاتو راوستل او ساتل د دغه هېواد د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډه کې وړاندې شوي وو او د اصلاحاتو هدفونه او دندې يې د پلان له مخې پوره شوې دي.
ورخلاصون د چين بنسټيزه ملي پاليسي او د بهرنيو پانګو راجلبول او کارول د ورخلاصون مهمه برخه بلل کېږي.
په چين کې له ۲۰۲۱م کال څخه د روان کال تر مې پورې، د بهرنيو پانګوالو د مستقيمو سرمايه ګذاريو اندازه ۴ اعشاريه ۷ ټريليون يوانه ښودل شوې، چې دا اندازه د ديارلسم پنځه کلن پلان له عمومي اندازې څخه هم زياته ده.
د ښاغلي جنګ شان جيې په وينا، د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې ستونزې د اټکل په پرتله زياتې وې، خو په ورته وخت کې يې برياليتوبونه هم د اټکل په پرتله ښه وو. د نوموړي په خبره، د چين پنځلسم پنځه کلن پلان به ډېرې برياوې ولري.
































