د چين د احصائيې ملي ادارې د جولای د ۱۵مې نېټې د تازه شمېرې سره سم، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۶۶ تریليون ۵۳ ميليارډ او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۴م کال د همدې مودې په نسبت ۵.۳ سلنه زياتوالی ښيي.
د روان کال له پیل راهیسې، د چين اقتصاد د ډېر پیچلي او سخت بهرني چاپیریال سره سره د باثباته او مثبت پراختیا دوامدار تمایل ساتلی او قوي انعطاف يې ښودلی دی.
































