د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې پر شاوخوا ۹۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلې دي. د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله ناېبخېل وویل، هرې بېوزله کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶کیلوګرامه دال، ۱۰کیلوګرامه غوړي، درې کلوګرامه د ماشومانو سوپرسریال خواړه، ۳۰ فاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوي خواړه وېشل شوي دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د لوګر په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې اوس هم د بېوزله کورنیو سروې روانه ده چې ژر به د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شي.












