د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۸مه نېټه یوه خبري ناسته تر سره کړه. د چین د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت اړوند چارواکي وویل چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چین د اصلي صنعتي اقتصادي شاخصونه د عمومي اندازې او د ودې د کچې دوامداره لوړوالی ښيي.
شمېرې ښیي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له ټاکل شوې اندازې څخه پورته د صنعتي تصدیو اضافه ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاریه ۴ سلنه زیات شوی چې په لومړۍ ربع کې د ښه پیل پر بنسټ قوي انعطاف ښیي او د تولیدي چارو اضافه ارزښت د کورنیو تولیداتو د عمومي ارزښت ۲۵ اعشاریه ۷ سلنه جوړوي.
د 5G او مصنوعي ځیرکتیا په شمول ډیجیټلي ټېکنالوژي هم په چټکۍ سره وده کوي. د روان کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د ډیجیټلي چارو سوداګریز عاید د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹ اعشاریه ۳ سلنه زیات شوی.
































