ولسمشر غني پکتیکا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، که چېرته د سولې خبرې په بریالیتوب پایته ورسېږي نو طالبانو ته به هم په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړې، په تېرو څو کلونو کې څنګه چې لازمه وه پکتیکا ته کار نه دی شوی خو په خبره یې، د دغه ولایت د امنیت ښه والي په موخه به ډېر ژر د امنیې او پوځي لوا نوي قومندانان ورواستوي. نوموړي دغه راز مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې دې په یاد ولایت کې د درېیو سترو بندونو جوړولو لپاره پیسې ځانګړې کړي.
































