چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې لکه د یوه روباټ خبرې نه لکه د یو ژوندي سیاستوال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2025
in تبصرې
0
نور د امر کولو زمانه نه ده؛ امریکا باید د همکارۍ ژبه زده کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه داسې څرګندونې کړې چې نه یوازې له حقیقته لرې دي، بلکې دومره تکراري او بې‌اساسه دي، لکه دا خبرې چې د یو ژوندي انسان له خولې نه، بلکې د یو ثبت‌شوي معلوماتو درلودونکي روباټ له خولې راوځي. د ټرمپ څرګندونې دومره تکراري شوي، چې حتی هغه څوک هم پرې خاندي چې له سیاسي مسایلو سره ژور تړاو نه لري.
ټرمپ د خپل کمپاین له پیل راهیسې دا خبره پرله‌پسې تکراروي چې ګواکي افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته چینایي پوځیان د بګرام هوایي اډې ته داخل شوي، او دا ځای یې نیولی. دا خبره نه یوازې بې‌اساسه ده، بلکې دومره له واقعیته لرې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم دا خبره د خندا وړ وبلله. واقعیت دا دی چې د بګرام هوایي اډه اوس د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې ده، نه د کوم بل هیواد. تر اوسه هیڅ داسې معتبر سند، انځور یا ویډیويي ثبوت نشته چې دا خبره تایید کړي. دا ادعا دومره ځل تکرار شوې چې اوس دا د ټرمپ د خبرو یوه ریشخندي تکراري جمله ګرځېدلې ده.
بله ادعا چې ټرمپ څو ځله تکرار کړې، دا ده چې ګواکي افغانستان د امریکایي وسلو پلورلو یو ستر بازار ګرځېدلی. دا هم یو بې‌اساسه تور دی چې هېڅ معتبر سند نه لري. د مسولو چارواکو په وینا نه یوازې دا چې امریکایي وسلې په بشبړه توګه د امریکا تر کنټرول لاندې وې، بلکې د هغو وسلو زیاتره برخه چې پاتې شوې وې، له منځه تللې یا د زړو وسلو ډیپوګانو ته انتقال شوې . دا ادعا هم هغه ډول ده لکه د فلمونو هغه صحنې چې بیا بیا ښکاره کېږي، خو هیڅ منطقي پایله نه لري.
د ټرمپ د دا ډول څرګندونو تر شا یا ناپوهي ده، یا قصدي تحریف، یا هم هڅه ده چې د خپلو پلویانو ذهنونه د واقعیت له لارې منحرف وساتي. خو د افغانستان خلکو ته دا ډول څرګندونې له بده‌مرغه د خندا، درد او تحقیر یو ګډ احساس رامنځته کوي. دا ملت له څو لسیزو راهیسې جګړو ځپلی، د نړیوالو لوبو قرباني شوی او اوس د نسبي ثبات لور ته روان دی. داسې بې‌اساسه څرګندونې نه یوازې دا چې د ستونزو حل ته مرسته نه کوي، بلکې وضعیت لا خرابوي.
که چیرې د ټرمپ دا څرګندونې دقیقې تحلیل او تجزیه شي، سړی دا پایله اخلي چې دا انسان د روباټ غوندې یو څو ثبت شوې تکراري جملې لري، چې پرته له سند، تحلیل او معقول استدلال څخه، تل یې تکراروي. د نړیوال سیاست له پلوه، دا ډول چلند له مسؤلیت لرونکي سیاستوال څخه تمه نه کېږي، ځکه هره کلمه چې له داسې یوه مسوول کس څخه خپریږي، نړیوال اغېز لري. د افغانستان په شان د یو حساس هیواد په اړه د داسې غیرمسؤلانه څرګندونو تکرار، په حقیقت کې د نړیوالو اړیکو سپکاوی دی.
د ټرمپ دا خبرې باید هم د امریکایي ولس او هم د نړیوالو سیاستوالو له لوري جدي ونیول شي. نه دا چې د خندا وړ وبلل شي او بس، بلکې دا باید درک شي چې د داسې شخصیت واک ته رسېدل، یوازې د امریکا لپاره خطرناک نه دي، بلکې د نړۍ لپاره د بې‌ثباتۍ زنګ دی. د افغانستان په شان هیوادونو ته دا ډول ناسمې او مغشوشې څرګندونې، بیا هم د یوې نوې لوبې د پیل نښې ورکوي.
افغان ولس د جګړو له اوږدو کلونو وروسته، اوس د ارام ژوند، ثبات، او نړیوالو سره د احترام پر بنسټ اړیکو ته اړتیا لري. دا ملت باید نور د سیاسي روباټانو د تکراري جملو قرباني نه شي. نړۍ باید د افغانستان حقایق درک کړي، له جعلي تبلیغاتو او بې‌اساسه تورونو سره فاصله ونیسي، او د دې ملت سره د همکارۍ، نه د تحقیر، اړیکه وساتي.
په پای کې، ټرمپ ته پکار ده چې د روباټ غوندې تکراري، بې‌محتوا او له خندا ډکې خبرې پرېږدي، او که غواړي یو ځل بیا د نړۍ ستر ځواک مشري ترلاسه کړي، نو باید د عقل، معلوماتو، تحلیل، او د خلکو د واقعي دردونو له مخې خبرې وکړي. د افغانستان په اړه خبرې کول د سیاست لوبه نه، بلکې د یوه ملت د عزت، ویاړ او زخمونو یادونه ده. دغه ملت د ټوکو وړ نه دی، او ټرمپ باید پوه شي چې نړۍ دا ځل د روباټ سیاست نه، بلکې د واقعي مسؤلیت غوښتنه کوي.

Previous Post

کندهار؛ سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

Next Post

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پيل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د جرمني صدراعظم د بهرنيو چارو له سلاکار سره وکتل

جون 1, 2023
کندهار کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز وسله وال برید شوی

کندهار کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز وسله وال برید شوی

جون 12, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved