د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د هېواد په کچه د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د ۶۳.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د وارداتو ارزښت ۹۳۷.۲ ميليونه ډالرو ته رسېږي. دې ادارې د معلوماتو لهمخې، د هېواد د وارداتو کچه د روان کال په غبرګولي میاشت کې د تېرې غویي میاشتې په پرتله ۳۰۶.۸ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده. تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.
































