چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 4, 2020
in تبصرې
0
د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې په یوه موټربم برید کې شاوخوا شل کسان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر ټپیان دي. په وژل شوو او ټپیانو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لویه برخه یې ملکيان دي. دا برید د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوی او د انسانیت او اسلامیت خلاف عمل یې بللی دی. ارګ وايي، طالبانو او نورو ترهګرو لاس یو کړی او دا ډول بریدونه کوي، خو نه طالبانو او نه هم کومې بلې ډلې تر پرون ناوخته پورې د دغه برید پړه منلې وه.

دا برید په رښتیا هم یو وحشیانه برید و، چې پکې لویه برخه قربانیان ملکي وګړي وو. پرون پر ټولنیزو رسنیو د وژل شوو او ټپي ماشومانو تصویرونه خپرېدل چې په لیدو یې د هر انسان زړه څړیکه کوله او پر قاتلینو یې لعنت وایه. دا ډول بریدونه چې هر څوک کوي او د هرې موخې لپاره یې کوي، د توجیه وړ نه دي او دا وحشي، شیطاني او ظالمانه کړنه ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

دا چې برید چا کړی، لا هم معلومه نه ده، خو په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، دا برید د دې خبرو خلاف کار دی او په واضېح ډول د سولې د خبرو د تخریب هڅه ده. دا برید چې هر چا کړی، له شک پرته چې یوه موخه به یې همدا وي چې د سولې روانې خبرې تخریب کړي او یو ځل بیا افغانستان د جګړې شدت ته ور ټېل وهي. دا چې د برید موخه د سولې د خبرو تخریب دی، نو ځکه په غبرګون کې هم باید دې چارې ته پام وشي. دغه برید ته د ښکېلو اړخونو غبرګون باید د دې پر ځای چې د سولې د تخریب لامل شي، برعکس د سولې د پروسې له بریا او پرمختګ سره باید مرسته وکړي. که طالبانو د دغه برید پړه اخیستې وی، نو بیا باید د هر لوري غبرګون توند او تېز وی او پر طالبانو باید له دې امله سخت فشارونه راغلي وی، خو دا چې طالبانو د یاد برید پړه نه ده اخیستې او نه هم کوم څه شته چې ثابته کړي، دا برید طالبانو کړی، نو پر دوی یې پړه اچول، د سولې له تخریب سره مرسته کوي او دا همغه څه دي چې د دغه برید پلانوونکو غوښتې دي. له بده مرغه د ارګ غبرګون همداسې دی؛ پرته له دې چې طالبان د برید پړه واخلي او یا کوم ثبوت وي چې دا برید طالبانو کړی، دوی طالبان مسوول وګڼل. پر یو بل پړه اچول یا تورنول نه یوازې دا چې په جګړه او سوله کې کومه مثبته ګټه نه کوي، بلکې د جګړې د زیاتوالي او د سولې په برخه کې د خنډ سبب ګرځي.

دواړه لوري باید درک کړي چې د سولې دښمنان شته او په شدت سره تخریب کوي؛ له همدې امله دوی نه یوازې دا چې د سولې په برخه کې باید چټک کار وکړي او انعطاف وښيي، بلکې اوس هم باید هڅې وکړي چې د دغه ډول بریدونو مخنیوی وشي. دا اوس د حکومت او طالبانو دواړو دنده ده چې د هغو کړنو او بریدونو مخه ونیسي چې د سولې د تخریب سبب ګرځي. د دې تر څنګ دواړه اړخونه باید د پرونيو شهیدو او ټپي ماشومانو وینو ته وګوري او د سولې په برخه کې رښتینې هلې ځلې وکړي، څو دغه ډول وحشتونه یو مخ ورک شي.

Previous Post

سوني نوی ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

د سفر پر مهال څنګه سپما وکړو؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د سفر پر مهال څنګه سپما وکړو؟

د سفر پر مهال څنګه سپما وکړو؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل نننی برید غندلی دی

امریکا او ملګرو ملتونو د کابل نننی برید غندلی دی

سپتمبر 30, 2022
ډاکټر نعیم: پر راتلونکي نظام بحث زموږ مهمه اجنډا ده

ډاکټر نعیم: پر راتلونکي نظام بحث زموږ مهمه اجنډا ده

سپتمبر 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved