د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د اروپايي شورا له رئيس انتونيو کوستا او د اروپايي کمېسيون له رئیسې اورسوله ون درلين سره ملاقات وکړل.
شي جين پينګ په کتنه کې ويلي، چې د چين او اروپا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسو کلونو راهيسې د دواړو خواوو خپلمنځي همکاريو ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ورڅخه مهمه تجربه او الهام دا دی، چې دواړه خواوې دې يو بل ته درناوی وکړي، کوچني اختلافونه دې یوې خوا ته پرېږدي او موافقو ټکیو ته پام واړوي، پر ورخلاصون او همکاريو دې ټينګار وکړي او ګډې ګټې او برياليتوبونه دې ومومي.
د شي جين پينګ دغه راز ويلي چې د چين او اروپا مشران دې يو ځل بيا خپل لرلید او مسوولیت پذیري وښيي او هغه مناسب ستراتيژيک انتخابونه دې غوره کړي، چې د خلکو له هيلو سره سمون لري او له تاريخي ازموينې څخه سرلوړي ووځي.
انتونيو کوستا هم په دې لیدنه کې ويلي: د رغنده او ټينګو دوه اړخيزو اړيکو تقويه کول زموږ له ګډو ګټو سره سمون لري او موږ غواړو، چې له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې او د نړيوالې سولې د پياوړتيا په برخو کې له چين سره همکاري وکړي.
د اروپايي کمېسيون رئیسې اورسوله ون درلين بیا ويلي، چې چين د توليدي صنعت او علمي ټېکنالوژۍ لرونکی لوی هېواد دی او ۸۰۰میلیونه چینایان يې له بېوزلۍ څخه ژغورلي دي، چې دې کار نړۍ هم حيرانه کړې او هم يې تشوق کړې ده. د نوموړې په خبره، اروپايي ټولنه او چين د نړۍ له دريو څخه دوه لوي اقتصادونه دي او د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې په نړۍ کې ډېرې مهمې او اغېزمنې دي.
































