د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي خبري اژانس د جولای په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون په ۲۶مه نېټه په پلازمېنې پينګ يونګ کې د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دوستۍ برج د احترام کولو لپاره هلته تللی او د ډيموکراتيکې کوريا د ازادېدو جګړې د برياليتوب د ۷۲مې کليزې يادونه يې کړې ده.
د خبر له مخې، د دوستۍ برج تر څنګ د عمومي منشي کيم جونګ اون په عنوان د ګلانو ګيډۍ ايښې دي. هغه هلته ويلي، موږ به هېڅکله د وطن د ازادېدو د جګړې په ترڅ کې د چيني پوځيانو قرباني او لاسته راوړنې هير نه کړو.
































