د پکتیا ولایتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه. د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اړیکو دفتر موسسې په مرسته د دې ولایت په زرمت ولسوالي کې پر ۱۲۵ مالدارانو باندې د مالدارۍ بستې او ځينې درمل ووېشل شول. د پکتیا د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچي د يادو توکو د وېش پرمهال له مالدارانو غوښتنه کړې چې له دغو توکو څخه دې په سمه توګه استفاده وکړي.
































