د روانډا ولسمشر پاول کاګامه د جولای په ۲۹مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه کيګالي کې ويلي چې هېواد يې چين د باور وړ دوست بولي او غواړي له دغه هېواد سره د عنعنوي دوستۍ او همکاريو د لا پياوړتیا لپاره ګډې هڅې وکړي.
کاګامي په همدې ورځ په دې هېواد کې د چين د نوي سفير ګاو ون چي د باورليک د منلو پرمهال ويلي چې هېواد به يې له سفير ګاو سره دوستانه همکارۍ وکړي.
سفير ګاو ون چي هم ويلي چې چين غواړي له روانډا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو او ګډو توافقاتو او په بېجينګ کې د چين او افريقا د همکاريو فورم د سرمشريزې د لاسته راوړنو د پلي کولو، د متقابل باور د لا ټينګېدو او د دوه اړخيزو همکاريو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو خلکو ته ګټې ورسېږي.
































