سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

فراه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 5, 2020
in راشه ورشه
0
فراه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى. دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور سره د ګډې پولې د لرلو تر څنګ، په لوېدیځ  کې له ايران سره ۲۹۰ کیلومتره پوله لري او مرکز يې (فراه ښار)  له  پلازمېنې کابل څخه ٨٤٠ کیلومتره لرې پروت دی.

د فراه ښار، د دغه ولايت مرکز دی او پشت رود، خاک‌سفید، بالابلوک، پرچمن، ګلستان، بکواه، لاش جوین، شیب کوه، پشت کوه او اناردره يې ولسوالۍ دي.

You might also like

پروان

وردګ

غور

ځينو سرچینو د دغه ولایت مساحت (۴۹۰۰۰ کيلومتره مربع ) او د وګړو شمېر يې شاوخوا یو میلیون تنه اټکل کړى دى.

په دې ولایت کې چې ټول ۱۲۶۵ کلي لري، پښتانه، تاجک، ایلات، مغل، سادات، بومدي، ایماق، براهوي، بلوچ او نور قومونه اوسیږي، خو اکثریت يې پښاته دي.

د دې ولايت ډېر وګړي سني دي او اهل تشيع یوازې د فراه په مرکز او ګلستان، جوین او پشت رود ولسوالیو کې اقلیت دي.

د بکواه او خاک‌سفید ولسواليو ټول اوسېدونکي پښتانه دي، په پرچمن کې پښتانه نشته او د مرکز په ګډون د دې ولایت په پاتې نورو سیمو کې بېلابېل قومونه ګډ ژوند کوي.

فراه چې د شیخ ابونصر فراهي او عطاملک جویني اصلي ټاټوبی دی، په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې لرغوني او تاریخي ځایونه لري.

د “کک کهزاد” کلا چې له دوو زرو کلونو زياته لرغونتيا لري، د دغه ولایت يو له تاريخي ځايونو څخه ده. دغه کلا د فراه ښار سوېل– ختيځ خوا ته ۱۵ کیلومتره لرې د غره پر سر له کاڼو، پخو خښتو او ګچ څخه  جوړه ده او د ډېرو برجونو تر څنګ دوه ودانۍ هم لري .

د فراه په مرکز کې “فریدون کلا” چې په (زوړ ښار) مشهوره ده، د «سیستان» تاریخ او «شهنامه فردوسی» له روایاتو سره سم له دوو  زرو کلونو زیاته لرغونتیا لري. دغه کلا پر شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه له خټو او خامو خښتو جوړه شوې او ٩٩ برجونه لري.

د لاش جوین کلا او د پشاوران ښار په نوم سيمه په جوين ولسوالۍ، د شیخ ابونصر فراهي زیارت، د سلطان امیر زیارت، بارندک او کافرکلا په مرکز، د کنسک د شهیدانو زیارت په بالابلوک ولسوالۍ او پنج جفت ګاو کلا، چارماس کلا، هفت سوراخ برنګک، مساو کلا، شهرکهنه کلا، د سیدمحمد زیارت او د شاه مبارک زیارت د دې ولايت له مشهورو لرغونو ځايونو څخه دي .

باغ پل، باغ نو، باغ کافي او د سلطان امیر زیارت او کافر کلا د فراه ښار  تفریحي ځايونه دي.

په فراه کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دي  او ډېر باغونه لري، چې انار يې تر ټولو مشهوره مېوه ده  انګور، هندواڼه، توت، مڼې، الوچې، زردالو، انځير، شفتالو، ګرنګیچ، خرما، پسته او نور هم د دې ولايت له ميوو څخه دي . ډېر بزګر په دې ولايت کې غنم او کچالو کري . پخوا تر ټولو ډېر غنم په بکواه کې چې پراخه دښتې لري کرل کېدل، خو  اوس يې تر ډېره ځاى کوکنارو نيولى دى.

 دغه راز په دې وروستيو کې په فراه کې بزګرانو د شنو خونو جوړولو ته مخه کړې. په دغو شنو خونو کې د ژمي په موسم کې بېلابېل سابه کرل کیږي.

که څه هم اړوندو ارګانونو په فراه کې د کانونو په اړه کره او مستند معلومات نه دي وړاندې کړي، خو د سيمې خلک او ځينې چارواکي وايي، شته اثار ښيي چې په دې ولايت کې بېلابېل کانونه شته.

د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې، په پشت کوه ولسوالۍ کې د مالګې، په پرچمن او ګلستان ولسواليو کې د مسو او سمینټو لپاره د اړينو موادو، د فراه په مرکز کې د تېلو د چونې، د فراه په جنوبي سيمو کې ليتيم، په بکواه ولسوالۍ کې يورانيم، په بالابلوک کې سرب، په ګلستان کې اوسپنه، د پشت رود په مشهور غره (بي بي چه باران) کې د زنګ ضد موادو، په لاش جوين ولسوالۍ کې د تېلو او ګازو  او په اناردره ولسوالۍ کې د سپينو زرو او مسو، په پرچمن کې د اوسپنې، يورانيمو، ډبرو سکرو، کرومايت او سليکان کانونه شته.

د پشت کوه ولسوالۍ د مالګې له کانونو شاوخوا ٤٠ کاله مخکې مالګه استخراج او پلورل کېده، خو دغه کار وروسته له هغه په ټپه ودرېد، چې ايرانۍ او پاکستانۍ مالګې د هېواد بازارونو ته راغلې .

 د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فراه د مرکز اړوند په چهارباغ سيمه کې د تېلو يو څاه وموندل شو او ځينې بهرنۍ موسسې هم د پلټنو په موخه دې سيمې ته ورغلې، خو د سيمې خلکو له دې امله هلته د کار کولو اجازه ورنه کړه، چې هلته د يو پير قبر دى . د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هم ځينې بهرنيان دې سيمې ته ورغلي، خو خلکو ورته د کار اجازه نه ده ورکړې.

د غالیو اوبدل د فراه له مهمو لاسي صنایعو څخه دي. یو وخت د فراه غالۍ اروپايي هېوادونو ته صادرېدې او د دې ولايت ډېرو ښځو غالۍ اوبدلې . خو اوس د غاليو لپاره د ښه بازار د نشتون له امله د غاليو د توليد کچه په دې ولايت کې رالوېدلې ده . دغه راز د خولیو اوبدل، خامک دوزي، یخن دوزي او نور هم د دې ولايت له لاسي صنايعو څخه دي. 

په دې ولايت کې ځینې ښځې د بانجانو روب او اچار هم جوړوي او ځينې يې رومي بانجان، پياز او مرچ وچوي او پلوري يې.

فراه ټول څه باندې ۳۰۹  ښوونځي لري چې ٧٩ يې لېسې، ۱۰۳ يې منځني ښوونځي او ١٢٧ يې لومړني ښوونځي دي. په دې ښوونځيو کې د ١٦٨٩ نارينه او ١٠٣٩ ښځينه ښوونکو لخوا په لوړه کچه هلکانو او نجونو ته زده کړې ورکول کيږي. دغه راز په دې ولايت کې د ديني زده کړو ۱۶ مرکزونه دي، چې يو يې دارالعلوم، ۱۱ يې تر ١٢م ټولګي ديني مدرسې او ۳ يې دارالحفاظونه دي.

د فراه په مرکز کې د لوړو زده کړو دولتي پوهنتون یو پوهنځى لري ، چې د کیمیا- بیولوژي او ریاضي– فزیک له  دوو ډېپارټمنټونو څخه جوړ دى.

د دغه ولایت په مرکز کې د غضنفر د روغتيايي علومو دولتي انسټېټيوټ اړوند د نرسنګ او قابلګۍ د زده کړو مرکزونه هم فعاليت لري.

په دې ولايت کې د دولتي پوهنتون تر څنګ، خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي هم فعاليت لري او په جوماتونو کې يې  د ديني زده کړو درسونه هم شته. همداشان په خصوصي څانګه کې   نور د صحي علومو انسټېټيوټونه هم شته چې د نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې زده کړې ورکوي.

په دې ولايت کې ۵ روغتونونه او ۳۳ کلينيکونه فعاليت لري. یو ۱۰۰ بستریز ولایتي روغتون د فراه په مرکز، یو ۳۲ بستریز روغتون د پشت کوه په ولسوالۍ او یو ۵ بستریز روغتون په پرچمن ولسوالۍ کې فعالیت لري. پاتې ۳۳ کلینیکونه د دې ولایت په بېلابېلو سيمو کې فعاليت کوي. په فراه کې ګرځنده روغتيايي ډلې نشته، خو ۳۸۶  روغتيايي  پوستې په بېلابېلو ولسوالیو کې شته.

يادې پوستې په کليو کې دي او په هره پوسته کې يو نارينه او يوه ښځه چې زده کړې ورکړل شوې دي، خلکو ته روغتيايي معلومات ورکوي. پاتې دې نه وي چې خصوصي سکټور هم د روغتیا په برخه کې په یاد ولایت کې پانګونه کړې ده او خصوصي کلینیکونه د دې ولايت په کچه هغه پنځه خصوصي روغتيايي مرکزونه دي، چې د ولايت په مرکز کې فعاليت لري.

په دې ولایت کې د ملي راډیو– ټلوېزیون د خپرونو تر څنګ، په خصوصي برخه کې د فریاد، همګان، سیستان، اوښکه، فراداتا، اُسوه، فراه سپورت، فراه غږ او پاڅون مجلې هم فعالیت لري.

د فراه د خبریالانو خپلواکه ټولنه يوه له دې ټولنو ده، چې په ۱۳۸۸ کال کې جوړه شوې او اوسمهال له څلوېښتو زیات غړي لري .

د افغان ښځې نجات ټولنه، د ښوونکيو ټولنه، د ځوانانو ټولنيزه او ملي ټولنه، د ښځو ذهني ودې بنسټ، هېواد ادبي مرکه، د همګان علمي، فرهنګي او ټولنيز بنسټ، د پیر روښان ادبي او کلتوري ټولنه، د فراه فرهنګي مرکز، د توحيد علمي او فرهنګي مرکز، د مسلمانو ځوانانو بنسټ، د خويندو خوځښت،  د بزګرانو ټولنه، د فرداتا په نوم د تياتر او فلم ټولنه، د “ساعتى با کتاب” په نوم انجمن، د ځوانانو ټولنيز بنسټ، د فراه د کارکوونکو ټولنه، د فراه ښار شورا، د ځوان تفکر ټولنيز بنسټ، د فراه د خبريالانو ټولنه، د تېل پلورونکو ټولنه او نور د دې ولايت مشهورې مدني ټولنې دي .

ورزش او لوبې له  پخوا زمانو په فراه کې  دود دي، لکه: خوسى، ډبره اچول، کبډي، مردکۍ، بوجلي (يابيډۍ )، غيږ نيول، کچه کول، کتار، درې خطى او دا ډول نورې چې ډېرى يې په کليو کې دود دي  او اوسمهال په ښارونو او کليو کې واليبال ،فوټبال، کرکټ او باسکيټبال  هم ډېر مينه وال پيدا کړي دي.

حشمت الله نوري

Previous Post

سوني د پلې اسټېشن۵ د خرڅلاو نېټه اعلان کړه

Next Post

پر سفر پیسې لګول لګښت نه دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
پر سفر پیسې لګول لګښت نه دی

پر سفر پیسې لګول لګښت نه دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې د ملي اردو پر یو کنډک دوه موټربم بریدونه شوي

کندهار کې د ملي اردو پر یو کنډک دوه موټربم بریدونه شوي

اکتوبر 21, 2020

واک ته د طالبانو په رسېدو کې د امریکايي استخباراتو محاسبې ناسمې وې

اکتوبر 29, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved