له کندهاره د خپرو شویو راپورونو له مخې نن سهار په کندهار کې د ملي اردو پر یو کنډک دوه موټربم بریدونه شوي دي. ۲۰۵ اتل قول اردو د پېښې پخلی کړی دی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پر یو کنډک دوه چاودنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې بریدګرو لومړی په یوه لارۍ او یو هاموې موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او ورپسې یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې ده چې لا هم دوام لري. سرچینې زیاته کړې چې پېښه تلفات لري خو کره معلومات یې نه شته. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.












