د ننګرهار ولایت د کانال ریاست رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ام بوټو ازمایښتي کرکیلې ښه نتجیه ورکړې ده. د مسوولینو په خبره د دې ریاست اړوند د ثمرخېلو په قوریه کې د ام بوټو له ازمایښتي کرکیلې وروسته اوس له یادو بوټو څخه حاصل په بریالیتوب سره راټول کړل شوي دي. دوی زیاتوي چې دغه ام بوټي د هډې فارم پورې اړوند قوریه کې ازمایښتي کرل شوي وو، چې ښه وده یې کړې او اوس یې حاصل د تخنیکي او مسلکي اصولو پر بنسټ راټول کړل شوي. د کانال ریاست د رسنیز دفتر په خبره، د دغه ام خوند او ذایقه د بازار له نورو امونو څخه زیاته ده او تمه ده چې د همدې ښه کیفیت له امله راتلونکي کې ښه بازار پیدا کړي.
































