د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دهراود ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. سرچینې ویلي، چې د یادې شبکې چارې د ایکو ادارې په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې په یاده شبکه کې د یوې ژوره څاه کيندل، د څاه د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړول، د ۵۰ متره مکعب په ظرفیت د اوبو زېرمه، د ۱۴۰۰۰ مترو په اوږدوالي د غټو او وړو پایپونو غځول، د ۳۳۰ واټه برېښنا په ظرفیت د ۴۵ سولرونو، د ۹۵ شیردهنونو، د ۹۳ میټرونو وال بکسونه او د ۱۳ کیټ والونو جوړول او نصبول شامل دي.
































