د چین او روسیې (۲۰۲۵ګډ سمندري تمرین) د اګست له ۳مې نېټې څخه سمندر کې آموزشي تمرین پړاو ته داخل شو. د دواړو خواوو جنګي بېړۍ د روسیې د ولادیوستوک له یوه سمندري بندر څخه ټاکل شوې سیمې ته روانې شوې او هلته به بیلا بیل تمرینونه ترسره کړي.
د دې تمرین د پلان له مخې، د چین او روسیې د جنګي بېړۍ ډلې به درې ورځنی سمندري تمرین ترسره کړي چې پکې به تر اوبو لاندې ژغورنې، دافع هوا سیسټم او سمندري جګړه او ډیر نور تمرینونه شامل وي.
سرچینې ویلي چې په دې تمرین کې به په نمایشي ډول وسلې هم وکارول شي.
































