چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

اشرف غني به په دوحه کې څه تر لاسه کړي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 6, 2020
in تبصرې
0
د غني‌خېلو وحشت او مناسب غبرګون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

محمد اشرف غني د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللی دی. ویل کېږي چې دا سفر د قطر د امیر په رسمي بلنه شوی، چې پکې د نورو لیدنو کتنو ترڅنګ دوه مهم مجلسونه کېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره لیدنه او د دې تر څنګ د قطر له امیر سره لیدنه د دغه سفر اصلي برخه جوړوي.   

اوس پوښتنه دا ده چې د دغه سفر اصلي موخه څه ده او په دغو دوو مهمو مجلسونو کې به څه وشي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اشرف غني په یوه مهم وخت کې دوحې ته ورځي، ځکه له یوه اړخه د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي او له بله اړخه امریکا هڅه کوي چې دا خنډ او ځنډ له منځه یوسي. له دې سفر سره هممهاله د ناروې، جرمني، ازبکستان او اندونیزیا استازي هم په دوحه کې دي او هڅه کوي چې دواړه اړخونه د سولې په برخه کې د رامنځ ته شوو خنډونو حل ته وهڅوي او تر ممکنه بریده پرې فشار راوړي. سفر له دې امله هم مهم دی چې خلیلزاد په دوحه کې دی او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان هم دوحې ته ورغلی دی. ښکاري چې په دوحه کې به ولسمشر غني ته یو واضح پیغام ورکړل شي.

زلمی خلیلزاد او سکاټ مېلر به اشرف غني ته د امریکا له اړخه یو مهم پیغام ورکړي او ورته واضح به کړي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې دوام نه غواړي او نور یې په جګړه کې د طالبانو پرضد ملاتړ نه شي کولی. ښايي دا هم ورته وویل شي چې سوله امریکايي غوښتنه او پروسه ده او د دې پروسې پر وړاندې درېدل د امریکا پر وړاندې د درېدلو مانا لري. البته هغه څه چې د دې لیدنو په اړه رسمي چارواکي وايي او یا هم رسنیو ته پرې خبرونه راځي، تر هغه ډېرې متفاوت دي چې دواړو اړخونو پرې خبرې او بحث کړی دی.

د قطر امیر به هم هڅه وکړي چې اشرف غني سولې ته وهڅوي او ورته وبه وايي چې له شرطونو، سرو کرښو او خنډونو تېر شي او ټول هغه څه ومني چې د سولې پروسه ورته اړتیا لري. په دې کې به د موقت حکومت او جمهوریت په ګډون ټول هغه مهم څه راځي چې اشرف غني یې سرې کرښې ګڼي. د قطر امیر به یوازې هڅونه نه کوي، بلکې د سولې په مسئله کې د امریکا د جدیت تر څنګ به ورته د امریکا د زور او فشار پیغام هم په نامستقیم ډول ورسوي.

د دغو دواړو مهمو لیدونو په اړه به رسنیو ته ډېر څه را نه شي او نه به هم ژر لوی محسوس بدلون راشي، خو د امریکا پیغام به جدي وي او له لږ ځنډ وروسته به یې محسوسې پایلې ولیدل شي. اشرف غني او ملګري به یې اړ شي چې ډېرې غوښتنې ومني، له سرو کرښو به تېر شي او د موقت حکومت به ګډون به ټولو هغو چارو ته غاړه کېږدي چې د سولې په پروسه کې ورته اړتیا ده.

Previous Post

شنونکي: امریکا غواړي افغان لوری او طالبان پوه کړي چې د سولې راوستل حتمي دي

Next Post

د پانګونې په اړه نیمایي سپارښتنې خطرناکې وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د پانګونې په اړه نیمایي سپارښتنې خطرناکې وي

د پانګونې په اړه نیمایي سپارښتنې خطرناکې وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

اکتوبر 23, 2021

Descubriendo el Futuro de los Casinos en Línea: Opciones y Enfoques en 2026

اگست 3, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved