طالبان وایي امریکا هم ورسره منلې ده چې د سولې مذاکرات باید د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته یوړل شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي زلمي خلیلزاد د طالبانو د مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. د نوموړي په خبره په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر روانو مذاکراتو او اړوندو مسایلو بحث کړی دی. د ډاکټر نعیم په خبره طالب او امریکایي لوري ټینګار کړی چې ددوحې هوکړه به د مذاکراتو لپاره بنسټ وي او پر همدې اساس به بین الافغاني خبرې مخ ته ځي. په دې لیدنه کې همدا راز ددغه هوکړې پر عملي کېدو او له هوکړې وروسته پر شوو پرمختګونو هم خبرې شوې دي. خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی چې د دوحې هوکړې د متن مطابق مخ ته لاړ شي.
































