امریکا وایي افغانان دې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له ولسمشر غني سره کتلي دي. زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې لیکلي، ولسمشر غني ته یې ویلي چې باید د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړل شي. دده په وینا له ولسمشر غني سره په خبرو کې یې ویلي چې افغانان د تاوتریخوالي او جګړو کمېدل غواړي او ددې شدیده اړتیا ده چې ښکېل لوري جګړې کمې کړي او پر ځای یې په سوله کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي. خلیلزاد وایي اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او افغانان دا غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او دایمي اوربند وشي. زلمي خلیلزاد دغه را ټینګار کړی دی چې د تاوتریخوالي کموالی به د باور فضا هم پیاوړې کړي. دغه امریکايي ديپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او له دخیلو لورو هم د ورته تګلارې د تعقیب غوښتونکې ده.
































