د چين په چيانګ سو ولایت کې يوه ځوانه دای يي هوي له ښار څخه خپل ټاټوبي ته بېرته ستنېدلې او يو کورنی فارم یې جوړ کړی دی. نوموړې د بېپيلوټه(ډرون) او ځيرکو کرنيزو ماشينونو د کارولو له لارې يې د خپل فارم توليدي اغېز ۳۵٪ لوړ کړی دی. د هغې کيسې د چين د کليوالو چارو او کرنې پرمختګ او بدلون انعاکس کړی. په چين کې د بزګرانو هر تن په سر منځنی عايد له لسيزې راهيسې ۱۵۶ سلنه زیاتوالی موندلی او د غلو دانو توليدي اندازه په تېرو ۵ کلونو کې هر کال له ۶۵۰ ميليونو ټنو زياته وه. تر ۲۰۲۴م کال پورې په دغه هېواد کې له ۱۳ ميليونو تنو څخه زيات وګړي له ښارونو څخه کليوالو سيمو ته ستنېدلي او په خپلو چارو کې يې پيل کړی، چې ۶۲٪ برخه يې له ۳۵ کلنۍ څخه کم عمره ځوانان دي. د نوې زمانې بزګران د کليو د توليد او ژوند لارې ته بدلونه رسوي.
په چين کې هر کال د واکمن ګوند يانې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د لومړي نمبر سند د دې هېواد په تر ټولو مهمې ستراتيژيکې مسئلې باندې متمرکز دی. تر ۲۰۲۵م کال پورې په مسلسلو ۲۲ کلونو کې د لومړي نمبر سندونه ټول په کرنې، کليو او بزګرانو چارو پورې اړه لري. د روان ۲۰۲۵م کال لپاره د لومړي نمبر سند اصلي موضوع د کليو د هراړخيزې سمسورتيا پياوړتيا ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۷م کال کې د کليو د سمسورتيا په اړه د حکومتوالۍ ستراتيژي وړاندې کړې او د دغې ستراتيژۍ د تطبيق د ضرورت په اړه يې دا روښانه کړې، چې د کرنې، کليو او بزګرانو چارې د دولت د بنسټ او د خلکو د ژوند په تړاو اصلي چارې دي او تل د واکمن ګوند له خوا د حکومتوالۍ په مهمو مسئلو کې مخکښ ځای لري.
چين يو لوی کرنيز هېواد دی او نفوس يې د نړيوال نفوس نژدې ۲۰٪ برخه جوړوي، خو د کروندې وړ ځمکو مساحت يې د نړۍ په کرنيزو ځمکو کې يوازې ۱۰٪ نيسي. دغه راز د غلو دانو ډاډمنتيا د دغه هېواد د واکمن ګوند لپاره د حکومتوالۍ ډېر مهم کار ګرځېدلی دی. د چين کمونېست ګوند د ټېکنالوژۍ او د کرنيزو ځکمو او ايکولوژيک سيسټم د خونديتوب له لارې د غلو دانو ډاډمنتيا لومړۍ دنده بللې او ډېرې هڅې يې کړې دي. تر ۲۰۲۴م کال پورې په مسلسلو ۲۱ کلونو کې چين د غلو دانو ښه حاصلات تر لاسه کړي دي.
د لوېديځو هېوادونو د کرنيزو چارو د عصري کېدو په لاره کې په تېره بيا د دې لارې په لومړني پړاو کې د کليو د کمزورۍ او د بزګرانو د ګټو د قربانۍ په بيه پرمختګ تر لاسه شوی. د پانګې په مرکزيتوب د لوېديځو هېوادونو د لارې پر خلاف، چين ولس محوره لار غوره کړې، چې د غلو دانو د امنيت او د بزګرانو د ښه ژوند په شمول يې دواړو برخو ته برابر او مهم مقامونه ورکړي دي. ایا پوهېږی چې چين په دې لاره کې کوم ګامونه پورته کړي دي؟
په کليو کې د صنعتي چارو پراختيا د چين له اقداماتو څخه يو هغه دی. چين د ټېکنالوژۍ د کارولو له لارې د کرنيزو چارو اغېزمنتیا لوړه کړې او هغه پخوانۍ طريقې يې له منځه وړې دي، چې د بزګرانو معیشت په طبيعي او اقليمي شرايطو باندې تړلی. خوځنده ټېليفونونه نوي کرنيز الات ګرځېدلي دي. بزګرانو له ټېليفونونو څخه په استفادې د انلاين سوداګرۍ له لارې خپل پيداوار پلورلي. د ګوې جو ولايت د مرچو او د جيانګ شي ولايت د نارنجو په شمول ډېر محصولات د انلاين سوداګرۍ له لارې له کليوالو سيمو څخه د هېواد بېلابېلو سيمو ته استول شوي او پلورل شوي دي. سربېره پر دې، په ډېرو کليوالو سيمو کې د سيلانيزو او کلتوري چارو د پرمختګ له لارې ځايي اقتصاد پرمختګ موندلی او د بزګرانو عايدات زيات شوي دي. د چين د کرنيزو چارو د صنعتي کېدو لار د امريکا د (( لوی فارم )) لار کاپي نه ده، بلکې په کليو کې د سيلانیزو چارو، ايکولوژيکو کرنيزو چارو او د غير مادي کلتوري ميراثونو د مهارتونو کارخونو په شمول د ځانګړي صنعتي ځنځير د ابادۍ له لارې ځايي اقتصاد ته پرمختګ ورکوي.
چين په کليوالو سیمو کې د بنسټيزو تاسيساتو او چاپېريال د ښه والي لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي. په چين کې داسې متل دی، چې ويل کېږي، (( د شتمنۍ د موندلو لپاره دې لومړی يوه لاره جوړه کړئ.)) د چين په کليو کې د سړکونو، اوبو، برېښنا او انټرنيټي شبکې په برخو کې بنسټيز تاسيسات ډېر بشپړ شوي او د تشنابونو د جوړولو، د کثافاتو د ترتيب او د ککړو اوبو د پاکولو په شمول د پروژو په رڼا کې د کليوالو د ژوند چاپېريال ډېر ښه شوی دی. د کرنيزو ځمکو، ورشو، ځنګلونو او سيندونو په شمول د کرنيز ايکو سيسټم د بيارغونې او ښه والي له لارې د چين د کليو طبيعي چاپېريال لا ښه شوی دی.
سربېره پر دې، د چين د کليو اداري چارې بشپړې شوې دي. په چين کې بزګرانو د عصري کېدو له بهير څخه رښتينې ګټې اخيستې دي.
په چين کې د کليو هراړخيزه سمسورتيا د دولت د بنسټ، د تمدن د دوام او د سلو ميليونو بزګرانو سره تړاو لري.
































