چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په چين کې د کليو هراړخيزه سمسورتيا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
په چين کې د کليو هراړخيزه سمسورتيا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين په چيانګ سو ولایت کې يوه ځوانه دای يي هوي له ښار څخه خپل ټاټوبي ته بېرته ستنېدلې او يو کورنی فارم یې جوړ کړی دی. نوموړې د بې‌پيلوټه(ډرون) او ځيرکو کرنيزو ماشينونو د کارولو له لارې يې د خپل فارم توليدي اغېز ۳۵٪ لوړ کړی دی. د هغې کيسې د چين د کليوالو چارو او کرنې پرمختګ او بدلون انعاکس کړی. په چين کې د بزګرانو هر تن په سر منځنی عايد له لسيزې راهيسې ۱۵۶ سلنه زیاتوالی موندلی او د غلو دانو توليدي اندازه په تېرو ۵ کلونو کې هر کال له ۶۵۰ ميليونو ټنو زياته وه. تر ۲۰۲۴م کال پورې په دغه هېواد کې له ۱۳ ميليونو تنو څخه زيات وګړي له ښارونو څخه کليوالو سيمو ته ستنېدلي او په خپلو چارو کې يې پيل کړی، چې ۶۲٪ برخه يې له ۳۵ کلنۍ څخه کم عمره ځوانان دي. د نوې زمانې بزګران د کليو د توليد او ژوند لارې ته بدلونه رسوي.

په چين کې هر کال د واکمن ګوند يانې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د لومړي نمبر سند د دې هېواد په تر ټولو مهمې ستراتيژيکې مسئلې باندې متمرکز دی. تر ۲۰۲۵م کال پورې په مسلسلو ۲۲ کلونو کې د لومړي نمبر سندونه ټول په کرنې، کليو او بزګرانو چارو پورې اړه لري. د روان ۲۰۲۵م کال لپاره د لومړي نمبر سند اصلي موضوع د کليو د هراړخيزې سمسورتيا پياوړتيا ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۷م کال کې د کليو د سمسورتيا په اړه د حکومتوالۍ ستراتيژي وړاندې کړې او د دغې ستراتيژۍ د تطبيق د ضرورت په اړه يې دا روښانه کړې، چې د کرنې، کليو او بزګرانو چارې د دولت د بنسټ او د خلکو د ژوند په تړاو اصلي چارې دي او تل د واکمن ګوند له خوا د حکومتوالۍ په مهمو مسئلو کې مخکښ ځای لري.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

چين يو لوی کرنيز هېواد دی او نفوس يې د نړيوال نفوس نژدې ۲۰٪ برخه جوړوي، خو د کروندې وړ ځمکو مساحت يې د نړۍ په کرنيزو ځمکو کې يوازې ۱۰٪ نيسي. دغه راز د غلو دانو ډاډمنتيا د دغه هېواد د واکمن ګوند لپاره د حکومتوالۍ ډېر مهم کار ګرځېدلی دی. د چين کمونېست ګوند د ټېکنالوژۍ او د کرنيزو ځکمو او ايکولوژيک سيسټم د خونديتوب له لارې د غلو دانو ډاډمنتيا لومړۍ دنده  بللې او ډېرې هڅې يې کړې دي. تر ۲۰۲۴م کال پورې په مسلسلو ۲۱ کلونو کې چين د غلو دانو ښه حاصلات تر لاسه کړي دي.

د لوېديځو هېوادونو د کرنيزو چارو د عصري کېدو په لاره کې په تېره بيا د دې لارې په لومړني پړاو کې د کليو د کمزورۍ او د بزګرانو د ګټو د قربانۍ په بيه پرمختګ تر لاسه شوی. د پانګې په مرکزيتوب د لوېديځو هېوادونو د لارې پر خلاف، چين ولس محوره لار غوره کړې، چې د غلو دانو د امنيت او د بزګرانو د ښه ژوند په شمول يې دواړو برخو ته برابر او مهم مقامونه ورکړي دي. ایا پوهېږی چې چين په دې لاره کې کوم ګامونه پورته کړي دي؟

په کليو کې د صنعتي چارو پراختيا د چين له اقداماتو څخه يو هغه دی. چين د ټېکنالوژۍ د کارولو له لارې د کرنيزو چارو اغېزمنتیا لوړه کړې او هغه پخوانۍ طريقې يې له منځه وړې دي، چې د بزګرانو معیشت په طبيعي او اقليمي شرايطو باندې تړلی. خوځنده ټېليفونونه نوي کرنيز الات ګرځېدلي دي. بزګرانو له ټېليفونونو څخه په استفادې د انلاين سوداګرۍ له لارې خپل پيداوار پلورلي. د ګوې جو ولايت د مرچو او د جيانګ شي ولايت د نارنجو په شمول ډېر محصولات د انلاين سوداګرۍ له لارې له کليوالو سيمو څخه د هېواد بېلابېلو سيمو ته استول شوي او پلورل شوي دي. سربېره پر دې، په ډېرو کليوالو سيمو کې د سيلانيزو او کلتوري چارو د پرمختګ له لارې ځايي اقتصاد پرمختګ موندلی او د بزګرانو عايدات زيات شوي دي. د چين د کرنيزو چارو د صنعتي کېدو لار د امريکا د (( لوی فارم )) لار کاپي نه ده، بلکې په کليو کې د سيلانیزو چارو، ايکولوژيکو کرنيزو چارو او د غير مادي کلتوري ميراثونو د مهارتونو کارخونو په شمول د ځانګړي صنعتي ځنځير د ابادۍ له لارې ځايي اقتصاد ته پرمختګ ورکوي.

چين په کليوالو سیمو کې د بنسټيزو تاسيساتو او چاپېريال د ښه والي لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي. په چين کې داسې متل دی، چې ويل کېږي، (( د شتمنۍ د موندلو لپاره دې لومړی يوه لاره جوړه کړئ.)) د چين په کليو کې د سړکونو، اوبو، برېښنا او انټرنيټي شبکې په برخو کې بنسټيز تاسيسات ډېر بشپړ شوي او د تشنابونو د جوړولو، د  کثافاتو د ترتيب او د ککړو اوبو د پاکولو په شمول د پروژو په رڼا کې د کليوالو د ژوند چاپېريال ډېر ښه شوی دی. د کرنيزو ځمکو، ورشو، ځنګلونو او سيندونو په شمول د کرنيز ايکو سيسټم د بيارغونې او ښه والي له لارې د چين د کليو طبيعي چاپېريال لا ښه شوی دی.

سربېره پر دې، د چين د کليو اداري چارې بشپړې شوې دي. په چين کې بزګرانو د عصري کېدو له بهير څخه رښتينې ګټې اخيستې دي.

په چين کې د کليو هراړخيزه سمسورتيا د دولت د بنسټ، د تمدن د دوام او د سلو ميليونو بزګرانو سره تړاو لري.

Previous Post

د چنګ‌دو په نړيوالو سپورټي لوبو کې ۲۳۳ طلايي مډالونه ترلاسه شوي

Next Post

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
عزیزي: له ۱۰۰ ډېرو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لرو

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۸۸ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امريکا جنګي بيړۍ له اجازې پرته د چين ژن ای پرښې ته نږدې شوې

دسمبر 4, 2023
الکسي اویرچوک: روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده

الکسي اویرچوک: روسیه د باثباته افغانستان ملاتړې ده

مې 17, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved