د اګست ۱۹مه په چین کې د ټولو طبي کوونکو اختر دی. د چین د روغتیا او هوساینې کمېسیون د طبي چارو د ریاست مشره جیاو یا هوی اعلان وکړ: د ۲۰۲۴ کال د دسمبر تر پایه، په چین کې د روغتیايي پرسونل ټول شمېر ۱۵ میلیونو او ۷۸۰ زرو تنو ته رسېدلی دی، چې پکې یې ۵ میلیونه او ۸۲ زره تنه مسلکي ډاکټران اومرستیالان ډاکټران دي. ده ویلي چې هېواد د ډاکټرانو دغه لویه ډله د نړۍ د روغتيايي خدماتو تر ټولو ستر سیستم جوړ کړی دی.
په دې وروستیو کالونو کې د چین طبي کارکوونکو ډله پرله پسې پراخ شوې ده، د طبي تخنیکي وړتیاوې او د خدمتونو کچه په دوامداره توګه لوړې شوې او خلکو ته يې د لوړ کیفیت روغتیايي خدمتونه برابره کړي دي.












