د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې د چین په تیان جین ښار کې ترسره شي. د مالوماتو له مخې، په دې سرمشریزې کې به د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشران او د ۱۰ نړیوالو سازمانونو مسئولین ګډون ولري.
شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی او اصلي موخه يې په سیمه کې د امن تامین دی، په لومړیو کې يې شپږ غړي درلودل خو اوس يې شمېر لسو ته پورته شوی دی.
افغانستان د شانګهای سازمان ناظر غړی دی او او شناندي په دې نظر دي چې افغانستان له دغه سازمان سره په مختلفو برخو کې د همکاریو زیاتېدو ته اړتیا لري.
افغان ژورنالیست اندېښمن ځاځی په دې اړه وايي:
د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی او تمرکز يې پر امنیت، اقتصاد او فرهنګي همکاریو دی.
د ده په خبره چې دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د یووالي، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو اغېزناک سازمان بلل کېږي او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې يې اهمیت ورځ تل بلې زیاتېږي.
متقابل احترام او نه مداخله د شنګهای د سازمان اصل دی چې د غړو هېوادونو داخلي چارو کې مداخله باید ونه شي او هر هېواد خپلواکه پالیسۍ لري، چې دا د اعتماد فضا رامنځته کوي.
هغه وايي چې افغانستان کولای شي له شانګهای همکارۍ سازمان سره د اقتصادي ودې او ترانزیت په شمول څو برخو کې همکارۍ جوړې کړي او دلیل يې دا ګڼي چې افغانستان د سیمې هېوادونو د اتصال حیثیت لري او زیاتوي چې دا موقعیت افغانستان ته دا فرصت ورکوي چې په سیمهییزو اقتصادي پروژو لکه (د چین د ” کمربند او لار” نوښت) کې برخه ولري او له دې لارې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
هغه وايي چې افغانستان کولای شي چې د نشه يي توکو د مخنیوي برخه کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره ګډ پلانونه جوړ کړي، استخباراتي معلومات تبادله کړياو د نشه يي توکو د کرکیلې د بدیلو کښتونو د پراخولو له لارې له نشه يي توکو سره مبارزه لا پیاوړې کړي.
د ده په وینا چې د کانونو استخراج هم یوه مهمه برخه ده او دا چې افغانستان غني طبیعي زیرمې لري، خو د استخراج لپاره یې تخنیکي او مالي ملاتړ ته اړتیا لري. د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، کولای شي د پانګونې او ټکنالوژۍ له لارې د دغو سرچینو په استخراج کې مرسته وکړي.
د هغه په خبره: په ټول کې که افغانستان، سیاسي ثبات وساتي او د سیمهییزې همکارۍ فرصتونه وکاروي، کولای شي له شانګهای سازمان سره په اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې مهمې او ګټورې همکارۍ وکړي .
اقتصادي کارپوه محب شریف وویل:
زما په نظر، د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ غونډه تر ټولو مهمه او د سیمې په کچه اغیزناکه اقتصادي سرمشریزه ده .
دی وايي چې افغانستان کولای شي د دې سازمان له غړو سره په لویه کچه همکاري ترسره کړي. د نوموړي په وینا افغانستان یو ښه بازار دی او کولای شي د نړۍ له مختلفو تجربو نه چې په دې سیمه کې دغه غړي هېوادونه یې لري، د هغې نه ګټه اوچته کړي، د دې سره په خوا کې کولای شي د سیمي د امنیت په ارتباطو سره د غړیو هېوادونو سره خورا ښه رول ولوبوي.
دی زیاتوي چې د نشي توکو په مخنیوي، د جرمونو په کنټرول او د دې سره په افغانستان کې چې کومې اقتصادي زېرمې دي، د خامو موادو یا معادنو یا د هغو موادو چې اوس نړۍ په خپل پرمختګ کې ورته اړتیا لري او افغانستان باید له دغه ټولو فرصتونو څخه د خپل ولس او خپل هېواد لپاره ګټه اوچته کړي.
افغان پانګوال محیب الله ګردیزي وویل:
د شانګهای همکاری سازمان په منطقه کې یو له مهمو سازمانونو څخه بلل کیږي او دا سازمان چې په شلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې بل خصوص اقتصاد، سرمایه ګذارۍ، سیاست کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دې سازمان د منطقی اعتماد جلب کړی. د ده په وینا چې افغانستان د دې سازمان ناظر غړی دی او دا سازمان د افغانستان لپاره مهمې برنامې او مهمې فرصتونه جوړولی شي.
دی وايي چې افغانستان باید له دې سازمان څخه په اقتصاد ، سرمایه ګذارۍ، معادنو، ټرانسپورټ او صادارتو په برخو کې ګټه پورته کړي او دا سازمان په اقتصاد او د ښځو او ځوانانو لپاره د شغل په ایجادولو کې مهم ګامونه اچتولی شي.
خو د ده په وینا، مهمه دا ده چې افغانستان د دې سازمان له فرصتونو څخه استفاده وکړي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان له فقر او بیچارګۍ نه خلاص شي.
































